Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:21
7 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب ترې نه تپوس وکړو، ”د حملې مشرى به څوک کوى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې به ځوانان فوجيان حمله وکړى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”جنګ به څوک شروع کړى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تۀ به يې شروع کړې.“


خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.


تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو.


موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan