دوېم بادشاهان 9:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه، Faic an caibideil |
بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د راماتجِلعاد نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“