19 نو بادشاه په آس سور دوېم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى، خېر خو دے څنګه راغلے يې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“
ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“
په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“
پېغام وړونکے ياهُو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه معلومول غواړى چې خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“ محافظ دا خبر ورکړو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو.
محافظ يو ځل بيا خبر ولېږلو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. او هغۀ دا هم ووئيل، ”هغه خپله جنګى ګاډۍ د ليونى په شان چلوى، لکه چې ياهُو وى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“