Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 پېغام وړونکے ياهُو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه معلومول غواړى چې خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“ محافظ دا خبر ورکړو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:18
8 Iomraidhean Croise  

په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“


نو بادشاه په آس سور دوېم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى، خېر خو دے څنګه راغلے يې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“


يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“


څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“


مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“


نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، هغه کور ته مۀ ورننوځه په کوم کښې چې د مړى ژړا وى، د هغوئ سره ماتم او همدردى مۀ کوه، ځکه چې ما د هغه خلقو نه خپل برکت، مينه او رحم اخوا کړے دے، دا د مالِک خُدائ وينا ده.


هغوئ د سلامتۍ د لارې نه نا آشنا دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan