16 بيا هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته روان شو. يورام تر اوسه پورې روغ شوے نۀ وو او د يهوداه بادشاه اخزياه د هغۀ تپوس له ورغلے وو.
په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“
يزرعيل، يقدِعام، زنوح،