Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14-15 بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د رامات‌جِلعاد نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:14
13 Iomraidhean Croise  

د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو.


او کله چې هغوئ خبر شو چې زِمرى د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړې ده او بادشاه يې وژلے دے، نو هلته هغوئ ټولو دا اِعلان وکړو چې د هغوئ فوجى مشر عُمرى د اِسرائيل بادشاه دے.


د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.


د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.


اخى‌اب د خپلو آفسرانو نه تپوس وکړو، ”مونږ د شام د بادشاه نه د رامات‌جِلعاد ښار واپس ولې وانۀ خستلو؟ دا خو زمونږ دے.“


په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟


د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


اخزياه بادشاه د اِسرائيل د بادشاه يورام په يو جنګ کښې ملګرتيا وکړه چې دا جنګ د شام د حِزائيل خِلاف وو. فوجونه په رامات‌جِلعاد کښې وجنګېدل او يورام په جنګ کښې زخمى شو.


هغه د يزرعيل ښار ته راواپس شو چې زخمونه يې روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.


او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه،


څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan