13 نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“
خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابىسلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“
هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زندهباد.
چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زندهباد.
صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زندهباد.“
بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زندهباد.“
هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“
هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وفرمائيل.“ نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغۀ ما ته وفرمائيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې تا زۀ د اِسرائيل بادشاه مقرروم.“
د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو، زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،
کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې.