دوېم بادشاهان 9:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وفرمائيل.“ نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغۀ ما ته وفرمائيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې تا زۀ د اِسرائيل بادشاه مقرروم.“ Faic an caibideil |
بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،