Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:11
16 Iomraidhean Croise  

هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“


نو هغه په نعمان پسې روان شو. کله چې نعمان وليدل چې يو سړى ورپسې منډې وهلې، نو هغه د خپلې جنګى ګاډۍ نه ورکوز شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”خېر خو دے؟“


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وفرمائيل.“ نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغۀ ما ته وفرمائيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې تا زۀ د اِسرائيل بادشاه مقرروم.“


په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“


نو بادشاه په آس سور دوېم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى، خېر خو دے څنګه راغلے يې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“


او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه،


يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“


رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته.


تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.


نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.


هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“


په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“


ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.


لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“


مونږ د مسيح په خاطر بې‌وقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.


ځکه کۀ مونږ په خود کښې نۀ يُو نو د خُدائ پاک دپاره يُو او کۀ په خود کښې يُو نو ستاسو دپاره يُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan