Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او رامات‌جِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 9:1
25 Iomraidhean Croise  

صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“


د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.


د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.


د مالِک خُدائ په حُکم د پېغمبرانو د قبيلې يو کس خپل ملګرى پېغمبر ته وفرمائيل چې ما ووهه. خو هغۀ اِنکار وکړو،


مالِک خُدائ تپوس وکړو چې، اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او نورو بل څۀ وفرمائيل،


او اخى‌اب د يهوسفط نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما سره لاړ شې څۀ چې په رامات‌جِلعاد حمله وکړُو؟“ يهوسفط ورته ووئيل، ”لکه څنګه چې زۀ ستا ملګرے يم، نو داسې زما فوجيان ستا خپل فوجيان دى او زما آسونه ستا خپل آسونه دى.“


د يريحو پنځوسو پېغمبرانو هغه وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”د الياس روح د اليشع سره دے.“ هغوئ د هغۀ سره مِلاوېدو له لاړل، د هغۀ په مخکښې زمکې ته د عزت نه ټيټ شول


د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“


د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“


او پنځوس پېغمبران ورپسې لاړل. الياس او اليشع د اُردن سيند سره ودرېدل او هغه پنځوس پېغمبران ترې نه لږ لرې ودرېدل.


د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرض‌خوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“


اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“


نو هغه زلمے پېغمبر رامات‌جِلعاد ته لاړو،


څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.


د هغوئ په مشورو يې عمل کولو کله چې د شام بادشاه حِزائيل خِلاف يې په يو جنګ کښې د اِسرائيل د بادشاه يورام ملګرتيا وکړه. لښکرې په رامات‌جِلعاد کښې په جنګ شوې او يورام په جنګ کښې زخمى شو.


نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.


يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،


نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan