25 د اِسرائيل بادشاه د اخىاب زوئ يورام د بادشاهۍ په دولسم کال، د يهورام زوئ اخزياه د يهوداه بادشاه شو
اخزياه د اخىاب د زوئ يورام د بادشاهۍ په يوولسم کال د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو.
يهورام، اخزياه، يوآس،
يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.
څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.