24 يهورام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخزياه د هغۀ نه پس بادشاه شو.
هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.
يربعام دوويشت کاله بادشاهى وکړه. هغه مړ شو او ښخ شو او د هغۀ زوئ ندب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.
هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى خاندان د نورو کسانو درناوے وکړُو.“
د هغۀ لاش واپس يروشلم ته په يو آس باندې راوړلے شو او د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ کړے شو.
يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
يهورام چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
د هغۀ خپلو آفسرانو د هغۀ لاش په جنګى ګاډۍ کښې واپس يروشلم ته يوړو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې يې ښخ کړو.
يهورام، اخزياه، يوآس،
يهوسفط مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
هغوئ په يهوداه حمله وکړه، شاهى محل يې لوټ کړو او د بادشاه د کشرى زوئ، اخزياه نه بغېر يې د بادشاه ټولې ښځې او زامن قېديان بوتلل.
يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.
خو د مالِک خُدائ دا مرضى نۀ وه چې د داؤد شاهى خاندان تباه کړى، ځکه چې هغۀ د داؤد سره لوظ کړے وو او دا وعده يې ورسره کړې وه چې د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره بادشاهى کوى.
څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.
هغه د يزرعيل ښار ته ځکه راواپس شو چې د هغۀ زخمونه روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.
يهوآس امصياه ونيولو او يروشلم ته يې بوتلو. هلته هغۀ د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ د دروازې پورې دېوال راوغورزولو، چې تقريباً دوه سوه او شل ګزه فاصله وه.