دوېم بادشاهان 8:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 يهورام چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. Faic an caibideil |
د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.