16 د اِسرائيل د بادشاه د اخىاب زوئ يورام د بادشاهۍ په پينځم کال، د يهوسفط زوئ يهورام د يهوداه بادشاه شو
په دې وخت کښې هغه د پينځو دېرشو کالو وو او پينځويشت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عزوبه د سِلحى لور وه.
يهوسفط د اِسرائيل د بادشاه سره هم صُلح وکړه.
يهوسفط مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه شو.
د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اوولسم کال، د اخىاب زوئ اخزياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه باندې دوه کاله بادشاهى وکړه.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو.
نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخىاب زوئ يورام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه.
د اِسرائيل بادشاه د اخىاب زوئ يورام د بادشاهۍ په دولسم کال، د يهورام زوئ اخزياه د يهوداه بادشاه شو
څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.