15 خو په ورپسې ورځ خزائيل يوه کمبله واخسته، په اوبو کښې يې لمده کړه او د بادشاه په مخ باندې يې واچوله، ساه يې ورله بنده کړه او مړ شو. او حِزائيل د بِنحدد نه پس د شام بادشاه شو.
د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو.
زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول.
کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه،
د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته دا څرګنده کړې ده چې هغه به مړ شى، خو هغۀ له لاړ شه او ورته ووايه چې هغه به روغ شى.“
حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“
اخزياه بادشاه د اِسرائيل د بادشاه يورام په يو جنګ کښې ملګرتيا وکړه چې دا جنګ د شام د حِزائيل خِلاف وو. فوجونه په راماتجِلعاد کښې وجنګېدل او يورام په جنګ کښې زخمى شو.
ياهُو خپله لينده راوويسته او پوره يې راښکله او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو،
تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.
په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم.