Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 8:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 8:13
14 Iomraidhean Croise  

مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه،


د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو،


اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته دا څرګنده کړې ده چې هغه به مړ شى، خو هغۀ له لاړ شه او ورته ووايه چې هغه به روغ شى.“


د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.


ما د تُورې د خولې نه بچ کړه، د دغه سپو نه زما قيمتى ژوند بچ کړه.


د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.


افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.


پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.


د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى.


خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.


هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan