Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 7:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې هغه څلور سړى د خېمو غاړې ته ورسېدل، نو هغوئ يوې خېمې ته وردننه شول، هلته چې څۀ وُو نو هغه يې وخوړل او وې څښل، چې کوم سپين زر، سرۀ زر او جامې يې وموندلې نو هغه يې يوړل او پټ يې کړل، هغوئ بيا راغلل، يوې بلې خېمې ته وردننه شول او هم هغه شان يې وکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 7:8
7 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل.


خو بيا هغوئ يو بل ته ووئيل، ”دا کار صحيح نۀ دے. مونږ سره ښۀ زېرے دے او مونږ له دا د ځان سره ساتل نۀ دى په کار. کۀ مونږ تر سبا پورې د دې د وئيلو اِنتظار وکړو، نو سزا به راته مِلاو شى. راځئ چې لاړ شُو او د بادشاه آفسران خبر کړُو.“


د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى.


خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.


د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.


خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې.


په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan