5 نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو.
ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“
مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“
د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے.
په ځناورو کښې د ټولو نه وړومبى پېدا شوى بچى د مالِک خُدائ وى، نو هيڅ څوک دا هغۀ ته د يوې رضاکارانه نذرانې په توګه نۀ شى پېش کولے. يو سخے، ګډُورے يا يو د چېلۍ بچے دا د مالِک خُدائ وى،
کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى.
کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.
د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپينږيرى بچ شى.
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.
په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.