Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 7:4
11 Iomraidhean Croise  

مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


څۀ موده وروستو د شام بادشاه بِن‌حدد د اِسرائيل خِلاف خپل ټول فوج روان کړو او د سامريه ښار يې محاصره کړو.


نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو.


د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“


نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.


څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“


او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan