Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د هغۀ يو آفسر ورته ووئيل، ”په دې ښار کښې خلق هسې هم مرګِ حال دى. نو په تاسو کښې دې څۀ کسان پينځۀ آسونه د پاتې شوى آسونو نه خوښ کړئ او لاړ دې شى. کۀ په دوئ څۀ چل وشو، نو پرواه نۀ کوى ځکه کۀ دلته وے نو هم به مونږ سره مړۀ شى. ګنې مونږ ته خو به دا پته ولګى چې څۀ چل دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 7:13
7 Iomraidhean Croise  

د هغۀ نوکران ورغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، کۀ تا ته پېغمبر فرمائيلى وے چې څۀ غټ کار وکړه، نو تا به نۀ وو کړے څۀ؟ لکه څنګه چې هغۀ درته وفرمائيل نو تۀ خپل ځان ولې نۀ وينځې چې روغ شې؟“


نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“


خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصوبه جوړه کړې ده. هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې کله مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شُو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“


نو هغوئ سړى خوښ کړل او بادشاه هغوئ په دوو جنګى ګاډو کښې ولېږل چې لاړ شئ او دا معلوم کړئ چې په شامى فوج باندې څۀ شوى دى.


ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“


کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“


هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan