5 کله چې هغه يو په کښې يوه ونه وهله، نو ناڅاپه د هغۀ د تبر نه د اوسپنې سر په اوبو کښې وغورزېدو. هغۀ چغه کړه، ”زما نېکه، دا تبر مې د بل چا نه اخستے وو.“
يورام بادشاه په خفګان کښې ووئيل، ”افسوس، مالِک خُدائ مونږ درې واړه دلته د دې دپاره راوستى يُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“
هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“
په ورپسې سحر وختى د اليشع نوکر پاڅېدو، د کور نه بهر لاړو او شامى لښکر او د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ يې وليدې چې ښار يې محاصره کړے وو. هغه اليشع له واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”زما نېکه، غرق شُو څۀ وکړُو؟“
او هغوئ په يو ځائ روان شول. کله چې هغوئ د اُردن سيند ته ورسېدل، نو هغوئ ونې وهل شروع کړل.
اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”هغه په کوم ځائ کښې ورغورزېدو؟“ نو سړى ورته هغه ځائ وښودلو او اليشع يو لرګے پرې کړو او په اوبو کښې يې وغورزولو، نو د تبر سر راووتلو او د اوبو دپاسه ګرځېدو.
قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران، خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
هغه به تبر سره د ځنګل ونې راوغورزوى، داسې لکه څنګه چې د لبنان غټې ونې راغورزولے شوې وى.
هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“
او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى.
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“