Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 6:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په هغوئ کښې يو اليشع ته وفرمائيل چې، ”صاحِبه، مونږ سره لاړ شه،“ نو هغه ورسره لاړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 6:3
8 Iomraidhean Croise  

د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو.


نعمان ورته ووئيل، ”صاحِبه، د سپينو زرو شپږ زره سيکې واخله.“ هغۀ ورته بيا بيا وئيل، او هغۀ سپين زر په دوو بوجو کښې وتړل او خپلو دوو نوکرانو له يې دوه جوړه ښې جامې ورکړې او د جيحازى نه مخکښې يې ولېږل.


مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“


او هغوئ په يو ځائ روان شول. کله چې هغوئ د اُردن سيند ته ورسېدل، نو هغوئ ونې وهل شروع کړل.


خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟


موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه.


نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“


برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan