دوېم بادشاهان 6:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل. Faic an caibideil |
خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصوبه جوړه کړې ده. هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې کله مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شُو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“