Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 6:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو د اِسرائيل بادشاه د هغوئ دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه، او چې هغوئ خوراک څښاک وکړو، نو هغوئ يې واپس د شام بادشاه له ولېږل. نو د هغه وخت نه شاميانو د اِسرائيل په مُلک باندې حمله کول پرېښودل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 6:23
10 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى.


د اِسرائيل خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه.


او هغه څلور سړى د دې دپاره مقرر کړے شول چې قېديانو له د هغه نيولے شوى مالِ غنيمت نه جامې ورکړى. هغوئ ورله د اغوستلو دپاره څپلۍ او جامې ورکړې، د خوراک څښاک ښۀ ډېر څيزونه يې ورکړل او د هغوئ په زخمونو يې د زيتُونو تېل واچول. هغه کسان چې کوم ډېر کمزورى وُو او تلے نۀ شو نو هغوئ يې په خرونو کښېنول او ټول قېديان په يريحو کښې د يهوداه علاقې ته بوتلے شول، کوم چې د کجورو د ونو ښار دے. بيا د اِسرائيل خلق خپل کور سامريه ته راواپس شول.


”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“


کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى.


خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan