Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 6:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 هغۀ ورته وفرمائيل، ”نه، هغه فوجيان مۀ وژنه. کۀ هغوئ په جنګ کښې هم نيولے شوى وے نو هغوئ به دې نۀ وژلے. هغوئ ته روټۍ او اوبۀ کېږده، چې خوراک څښاک وکړى نو واپس دې خپل نېک له لاړ شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 6:22
10 Iomraidhean Croise  

د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“


زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم، نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى.


خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،


چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan