Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 6:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کله چې د اِسرائيل بادشاه شاميان وليدل، نو هغۀ د اليشع نه تپوس وکړو، ”صاحِبه، زۀ هغوئ ووژنم؟ زۀ هغوئ ووژنم څۀ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 6:21
9 Iomraidhean Croise  

اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“


اليشع دا وليدل او الياس ته يې چغه کړه، ”زما پلاره، زما پلاره. ګوره، د اِسرائيل جنګى ګاډو او په دې سوارو کسانو زما نېک يوړو.“ او چې څنګه هغه د نظر نه پناه شو، نو اليشع د غم نه خپلې جامې وشلولې.


د هغۀ نوکران ورغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، کۀ تا ته پېغمبر فرمائيلى وے چې څۀ غټ کار وکړه، نو تا به نۀ وو کړے څۀ؟ لکه څنګه چې هغۀ درته وفرمائيل نو تۀ خپل ځان ولې نۀ وينځې چې روغ شې؟“


نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِن‌حدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“


کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“


يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.


د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده.


ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan