Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کله چې شاميانو حمله وکړه، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، دا سړى ړاندۀ کړه.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او هغوئ يې ړاندۀ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 6:18
10 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.


بيا اليشع هغوئ له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په غلطه لار روان يئ، دا هغه ښار نۀ دے کوم چې تاسو لټوئ. ما پسې راځئ او زۀ به مو هغه سړى له بوځم چې کوم تاسو لټوئ.“ نو هغۀ هغوئ سامريه ته بوتلل.


د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى.


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


په هغه ورځ به زۀ هر آس اوتر کړم او د دې سوارۀ به ليونى کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به د يهوداه په قوم باندې نظر ساتم. خو زۀ به د دوئ د دشمنانو ټول آسونه ړاندۀ کړم.


”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“


خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.


نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،


مالِک خُدائ به تاسو ليونى کړى، هغه به تاسو ړاندۀ کړى او دماغ به مو ګډ‌وډ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan