13 بادشاه حُکم وکړو، ”هغه ولټوئ چې کسان ورولېږم او وې نيسم.“ کله چې هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه په دوتين کښې دے،
هغه سړى ورته ووئيل، ”هغوئ خو تلى دى. د هغوئ نه ما واورېدل چې دوئ دوتين ته ځى.“ نو يوسف په خپلو وروڼو پسې لاړو او هغوئ يې په دوتين کښې وموندل.
بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“
يو په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، هيڅ څوک هم نه. اليشع پېغمبر د اِسرائيل بادشاه ته ستا هغه خبرې هم کوى چې تۀ يې د څملاستو په کوټه کښې کوې.“
نو هغۀ هلته د آسونو او جنګى ګاډو سره يو لوئ لښکر ولېږلو. هغوئ د شپې هغه ښار ته ورسېدل او محاصره يې کړو.
نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.