خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.
د نيل درياب به د بېشمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.