Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې اليشع پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ بادشاه له دا خبر ورولېږلو، ”تۀ ولې خفه يې؟ هغه سړے ما له راولېږه، نو هغۀ ته به پته ولګى چې په اِسرائيل کښې پېغمبر شته.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 5:8
14 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو.


خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل


هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“


نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“


يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“


کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


نو نعمان د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره لاړو او د اليشع د کور د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو.


موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.


کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.


خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو.


زۀ اوس تاسو غېر‌يهوديانو ته وايم چې زۀ د غېر‌يهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم،


نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan