3 يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“
د اِسرائيل خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه.
کله چې نعمان دا واورېدل، نو هغه بادشاه له لاړو او چې جينۍ څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.
کله چې اليشع پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ بادشاه له دا خبر ورولېږلو، ”تۀ ولې خفه يې؟ هغه سړے ما له راولېږه، نو هغۀ ته به پته ولګى چې په اِسرائيل کښې پېغمبر شته.“
موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“
ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.