Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 5:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 5:25
14 Iomraidhean Croise  

او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“


مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“


بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“


جيحازى ورته ووئيل، ”بلکل خېر دے، خو زۀ خپل نېک د دې دپاره راولېږلم چې تا ته ووايم چې دا اوس اوس د پېغمبرانو د قبيلې دوه پېغمبران د غرونو مُلک اِفرائيم نه راورسېدل، نو هغوئ له درې زره د سپينو زرو سيکې او دوه جوړه ښې جامې ورکړه.“


عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو.


دا د زناکارې ښځې طريقه ده چې کله زنا وکړى او بيا ولامبى او سراسر منکره شى او وائى چې، ”ما خو څۀ غلطى نۀ ده کړې.“


زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.


او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“


د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.


د ساؤل ترۀ هغه او نوکر وليدل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو چرته وئ؟“ ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”خرونه مو لټول. کله چې مونږ خرونه پېدا نۀ کړل نو د سموئيل سره مِلاوېدو له لاړُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan