24 کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل.
نو اخىاب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو.
په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“
خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.
آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟
څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“