Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 5:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نعمان ورته ووئيل، ”صاحِبه، د سپينو زرو شپږ زره سيکې واخله.“ هغۀ ورته بيا بيا وئيل، او هغۀ سپين زر په دوو بوجو کښې وتړل او خپلو دوو نوکرانو له يې دوه جوړه ښې جامې ورکړې او د جيحازى نه مخکښې يې ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 5:23
9 Iomraidhean Croise  

زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.


اخى‌اب بادشاه د مُلک ټول مشران راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې دا سړے مونږ تباه کول غواړى. هغۀ ما له يو پېغام راولېږلو چې زما نه يې زما ښځې، بچى، سپين زر او سرۀ زر غوښتل او ما دا خبره ومنله.“


چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.


خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو.


اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله.


بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.


په هغوئ کښې يو اليشع ته وفرمائيل چې، ”صاحِبه، مونږ سره لاړ شه،“ نو هغه ورسره لاړو،


د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.


او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan