21 نو هغه په نعمان پسې روان شو. کله چې نعمان وليدل چې يو سړى ورپسې منډې وهلې، نو هغه د خپلې جنګى ګاډۍ نه ورکوز شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”خېر خو دے؟“
هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“
چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“
جيحازى ورته ووئيل، ”بلکل خېر دے، خو زۀ خپل نېک د دې دپاره راولېږلم چې تا ته ووايم چې دا اوس اوس د پېغمبرانو د قبيلې دوه پېغمبران د غرونو مُلک اِفرائيم نه راورسېدل، نو هغوئ له درې زره د سپينو زرو سيکې او دوه جوړه ښې جامې ورکړه.“
هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“