2 د اِسرائيل خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه.
اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله.
يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“
نو د اِسرائيل بادشاه د هغوئ دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه، او چې هغوئ خوراک څښاک وکړو، نو هغوئ يې واپس د شام بادشاه له ولېږل. نو د هغه وخت نه شاميانو د اِسرائيل په مُلک باندې حمله کول پرېښودل.
لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.
نو ابىمَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول.