Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو نعمان ووئيل، ”کۀ تۀ زما نه تُحفه نۀ قبلوې، نو ما پرېږده چې دوه قچرې په خاورو باندې بار کړم، ځکه چې د نن نه به زۀ د مالِک خُدائ نه بغېر بل يو خُدائ ته هم سوزېدونکې نذرانه يا قربانى پېش نۀ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 5:17
7 Iomraidhean Croise  

په دمشق کښې د ابانه او فرفر سيندونه په اِسرائيل کښې د ټولو سيندونو نه ښۀ نۀ دى څۀ؟ ما په هغه سيندونو کښې خپل ځان نۀ شو وينځلے چې روغ شوے وے.“ نو هغه راواپس شو او په غصه کښې لاړو.


خو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکى ته دا يوه غلطى معاف کړى، کله چې زما نېک د رِمون عبادتخانې ته د سجدې دپاره ننوځى او هغۀ زما په لاس باندې تکيه وهلې وى او هلته زۀ هم ورسره ټيټ شم، نو چې زۀ کله د رِمون په عبادتخانه کښې ټيټېږم، نو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکے د دې په وجه معاف کړى.“


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“


په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.


ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،


ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan