Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 5:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو نعمان غصه شو او لاړو او وې وئيل، ”زما خيال دا وو چې هغه به خامخا ما له راوځى، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته به سوال وکړى او زما د بيمارې څرمنې دپاسه به خپل لاس ونيسى او زۀ به روغ شم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 5:11
19 Iomraidhean Croise  

خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“


نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل.


اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې، ”لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې.“


په دمشق کښې د ابانه او فرفر سيندونه په اِسرائيل کښې د ټولو سيندونو نه ښۀ نۀ دى څۀ؟ ما په هغه سيندونو کښې خپل ځان نۀ شو وينځلے چې روغ شوے وے.“ نو هغه راواپس شو او په غصه کښې لاړو.


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.


په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.


هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“


هغه ځوان چې دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو.


خو صوبه دار جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى.


ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan