او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“
خو نعمان غصه شو او لاړو او وې وئيل، ”زما خيال دا وو چې هغه به خامخا ما له راوځى، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته به سوال وکړى او زما د بيمارې څرمنې دپاسه به خپل لاس ونيسى او زۀ به روغ شم.
بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سور تار او هغه ژوندے مارغۀ واخلى او دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې او په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. او دا وينه او اوبۀ دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى.
ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو.
اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى.