Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:8
16 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه.


برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.


هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابى‌شاګ وو او بادشاه له يې راوستله.


کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو.


هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.


صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.


نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو.


او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې.


ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،


نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى.


خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،


هغه بوډا سړى ورته ووئيل، ”په خېر راغلئ. زۀ به ستاسو د هر ضرورت خيال ساتم، تاسو په بازار کښې شپه مۀ تېروئ.“


فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan