7 هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“
خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل
هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه.
هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا بهر راوباسه.“ او هغه سړى خپل لاس وراوږد کړو او راوايې خستلو.
خو اليشع د اِسرائيل بادشاه له خبردارے ورولېږلو چې هغه ځائ ته ورنزدې نۀ شى، ځکه چې شاميان هلته د حملې دپاره پټ وُو.
قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران، خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.
د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.