6 کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول.
ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“
په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“
نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل.
هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.
هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“
ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.
کله چې ټول ښۀ ماړۀ شول نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”دا پاتې شوې ټوکړې راټولې کړئ نو چې هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“
چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ مِلاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.