Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 يو بل ځل، د بعل‌سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:42
22 Iomraidhean Croise  

هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“


کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه.


بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.


بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“


چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.


زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.


دا هر څۀ ستاسو دى. د ستاسو د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه يې خوړلے شى.


نو هغوئ هغه راټولې کړې او د اوربشو د پينځو روټو د هغه پاتې شوو ټوکړو نه کومې چې خلقو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.


”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“


کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


هلته به خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپله لسمه حِصه او مقدسې نذرانې، خپلې منښتې، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو څاروو او ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ.


د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل.


يو داسې مُلک چې غنم، اوربشې، انګور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل او شات په کښې پېدا کيږى.


هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل.


ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ مونږ هغۀ له ورشو، نو مونږ به څۀ ورکوو؟ زمونږ په بوجو کښې خوراک نۀ دے پاتې او زمونږ سره هيڅ هم نشته چې هغۀ له يې ورکړو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan