Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:41
7 Iomraidhean Croise  

او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“


اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې، ”لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې.“


اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”هغه په کوم ځائ کښې ورغورزېدو؟“ نو سړى ورته هغه ځائ وښودلو او اليشع يو لرګے پرې کړو او په اوبو کښې يې وغورزولو، نو د تبر سر راووتلو او د اوبو دپاسه ګرځېدو.


موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.


دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله،


خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو.


کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بې‌وقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan