Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:40
11 Iomraidhean Croise  

يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو


هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“


بادشاه د پنځوسو سړو سره يو بل آفسر ورولېږلو چې هغه وروختلو او الياس ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، بادشاه تا له حُکم درکوى چې فوراً لاندې راکوز شه.“


بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه.


بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“


د هغوئ نه يو کس پټو ته لاړو چې څۀ بوټى راټول کړى. هغۀ د ځنګلى کدو يو بوټے وموندلو او د ځنګلى کدوانو نه يې يوه غېږه راټوله کړه. هغۀ دا راوړل، پرې يې کړل او په ښوروا کښې يې واچول، خو په دې نۀ پوهېدو چې دا څۀ شے دے.


هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے.


نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“


چې کله دوئ ماره ته راغلل، نو دوئ د ماره اوبۀ نۀ شوې څښلے ځکه چې د دې ځائ اوبۀ ترخې وې. نو د دې ځائ نوم ماره اېښودلے شوے وو.


کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“


دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan