32 کله چې اليشع ور ورسېدو، نو هغه کوټې ته يواځې دننه لاړو او وې ليدل چې هلک په کټ باندې مړ پروت دے.
څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه.
هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه.
جيحازى وړاندې لاړو او د هلک په مخ يې امسا کېښوده، خو هيڅ آواز يا د ژوند څۀ علامت په کښې نۀ وو. نو هغه د اليشع سره مِلاوېدو دپاره واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”هغه هلک خو پا نۀ څېدو.“
هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.
کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے.