3 اليشع هغې ته وفرمائيل، ”خپلو ټولو ګاونډيانو کره لاړه شه او چې څومره ډېر کېدے شى د هغوئ نه خالى لوښى وغواړه.
او اليشع وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، دا اوچه وادى به د اوبو د ډنډونو نه ډکه شى.
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟ ما ته ووايه چې ستا په کور کښې څۀ شته؟“ هغې ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېلو د يو وړوکى لوښى نه بغېر هيڅ هم نشته.“
بيا تۀ او ستا زامن کور ته لاړ شئ، دروازه بنده کړئ او په لوښو کښې تېل اچول شروع کړئ. چې يو لوښے ډکيږى نو هغه يو طرف ته اېږدئ.“
زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.
تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې.