Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:29
15 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.


هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو.


بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل.


نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه.“ کله چې هغه راغله،


په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او رامات‌جِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،


خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.


خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“


هغه خپل کار په ډېر محنت او د زړۀ نه کوى، او د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وى.


د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.


تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.


د عيسىٰ په نوم د ايمان په وسيله، دا سړے چې تاسو يې وينئ او پېژنئ ورته طاقت ورکړے شو. د عيسىٰ په نوم ايمان دې سړى ته مکمله شفا ورکړه او تاسو ټول يې وينئ.


نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.


نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan