Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې وفرمائيل، ”ګوره، هغه ښځه د شونيم نه راغله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:25
10 Iomraidhean Croise  

اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“


کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.


بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“


اليشع د کرمل غر ته روان وو او وروستو سامريه ته راواپس شو.


بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“


هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“


خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“


چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“


هغې وليدل چې بادشاه د اليشع نوکر جيحازى سره خبرې کولې، بادشاه غوښتل چې د اليشع په لويو معجزو باندې پوهه شى.


صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan