24 بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“
نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.
او هغۀ هغوئ ته ووئيل چې زما دپاره خپل خر کته کړئ. نو هغوئ ورله خر کته کړو او هغه ورباندې سور شو.
کله چې هغوئ خوراک ختم کړو، نو هغه بوډا پېغمبر د يهوداه پېغمبر دپاره خر کته کړو،
خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“
نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې وفرمائيل، ”ګوره، هغه ښځه د شونيم نه راغله.
نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.